د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د نوي راپور له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، او د راستنېدونکو کډوالو، وچکالۍ او د نړیوالو مرستو کمېدو د هېواد اقتصادي او بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
د راپور پر بنسټ، که څه هم افغانستان د اقتصادي ودې دوهم پرلهپسې کال تجربه کړی، خو د واقعي ناخالص کورني تولید وده یوازې ۱.۹ سلنه ثبت شوې، چې د نفوس وده ۶.۵ سلنې ته رسېدلې، چې له امله یې د هر وګړي عاید شاوخوا ۲.۱ سلنه کم شوی دی.
راپور زیاتوي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲.۹ میلیونه افغانانو راستنېدو له امله ۱.۴ میلیونه نور خلک هم له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې پنځه میلیونه افغانان هېواد ته بېرته راستانه شوي، چې ډېری یې هغو سیمو ته تللي چې مخکې هم له اقتصادي ستونزو سره مخ وې.
د راپور له مخې، له ۸۰ سلنې ډېرې افغانې کورنۍ پوروړې دي او نږدې درې برخې خلک د ژوند د دوام لپاره منفي لارو چارو ته اړ شوي دي.
همداراز، ۹۲ سلنه تازه راستنېدونکي د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته د لاسرسي توان نه لري.
راپور د اقلیمي بدلونونو اغېزو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې وچکالۍ د هېواد ۶۴ سلنه سیمې اغېزمنې کړې دي، او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی هم له ۵۹ سلنې څخه ۴۴ سلنې ته راکم شوی دی.
همدا رنګه، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه هم د افغانستان پر اقتصاد او کاري ځواک منفي اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو د کار، زدهکړو او تګ راتګ د محدودولو لپاره نږدې ۱۰۰ فرمانونه لا هم نافذ دي.
راپور همداراز څرګندوي، چې د افغانستان سوداګریز کسر په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې د هېواد د ناخالص کورني تولید نږدې ۶۰ سلنه جوړوي.
بل خوا، د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله، له ۴۴۰ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې خدمات محدود شوي، چې له امله یې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي کچه له ۱۶ سلنې څخه ۲۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

