د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د ۲۰۱۷ کال له سفر وروسته په لومړي ځل بېرته بیجینګ ته پر لار دی، خو دا ځل د نړۍ سیاسي فضا له پخوا سره بشپړ توپیر لري.
دغه دواړه مشران ډونالډ ټرمپ او شي جينپینګ د داسې نړیوالو فشارونو په منځ کې سره مخامخ کېږي چې د امریکا او چین اړیکې یې تر ټولو حساس پړاو ته رسولي دي.
په ځانګړي ډول د چین نږدې متحد ایران لا هم د واشنګټن د فشارونو په وړاندې خپل دریځ ټینګ ساتلی او د روانو نړیوالو شخړو په مرکز کې پاتې دی.
په همدې حال کې چین د تېرو کلونو له تجارتي او ټکنالوژیکو جګړو وروسته خپل اقتصادي او صنعتي ظرفیتونه پراخ کړي او اوس د نړۍ په کچه د یو مخ پر ودې ټکنالوژیک ځواک په توګه ځان تثبیتوي.
د نړیوالو سیاسي څیړونکو له نظره، دا لیدنه یوازې یو دیپلوماتیک سفر نه دی، بلکې د دوه سیالو قدرتونو ترمنځ د نوې نړیوالې معادلې انعکاس دی؛ چیرې چې ټرمپ د خپلې وروستۍ سیاسي دورې په چوکاټ کې او شي جينپینګ د لا زیات متمرکز واک په حال کې خبرې کوي.
یو شمېر راپورونه وایي چې، د دې لیدنې په پروګرام کې رسمي تشریفات هم شامل دي، لکه د آسماني معبد لیدنه او دولتي مېلمستیا، چې د چین د دودیزو دیپلوماتیکو مراسمو برخه ګڼل کېږي.
ارمان افغان: حماسه میډیا

