د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران جګړې له امله د امریکایانو اقتصادي وضعیت ته چندان پام نه کوي او ټینګار یې کړی چې اصلي اندېښنه یې یوازې دا ده چې ایران اټومي وسله ترلاسه نه کړي.
ټرمپ د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي: «زه د هیچا په اړه فکر نه کوم، زما تمرکز یوازې پر دې دی چې ایران اټومي وسله ونه لري.»
د هغه دغو څرګندونو د امریکا د ډیموکراټ ګوند لهخوا سخت غبرګونونه راپارولي او منتقدینو ویلي چې دا خبرې د امریکایانو د ژوند لګښتونو او اقتصادي ستونزو په اړه د ټرمپ د انتخاباتي ژمنو خلاف دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران جګړې د تیلو بیې لوړې کړې او په امریکا کې یې د انفلاسیون او اقتصادي فشارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

