د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د ډونالډ ټرمپ لپاره دوه انتخابه پاتې دي: یا به ناممکنه جګړه ومني او یا به یو خراب تړون ته غاړه کېږدي.
دوی زیاتوي چې ایران د امریکا او اسراییلو د تجاوز د پای ته رسولو لپاره یو جامع وړاندیز وړاندې کړی او ادعا کوي چې واشنګټن هڅه کوي له دې وضعیت څخه د ځان د ژغورنې لاره ومومي.
سپاه پاسداران زیاته کړې چې ایران د پینټاګون لپاره د سمندري محاصرې په تړاو یو مهالوېش ټاکلی او دا هم ادعا کوي چې د چین، روسیې او اروپايي هېوادونو دریځونه د امریکا پر ضد بدلېږي، چې له امله یې د واشنګټن د پرېکړو ساحه محدوده شوې ده.
بل لور ته، ټرمپ اعلان کړی چې امریکا به د هرمز تنګي کې د بند پاتې کښتیو د ایستلو لپاره مرسته وکړي او خبرداری یې ورکړی چې که ایران خنډ جوړ کړي، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

