وروسته له هغه چې امریکا اعلان وکړ له جرمني څخه به خپل زرګونه سرتېري وباسي، جرمني تازه له اروپا غوښتي چې د خپل دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره جدي ګامونه واخلي.
د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت پلان لري شاوخوا ۵ زره سرتېري له جرمني څخه وباسي.
دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د امریکا او اروپا ترمنځ اړیکې د ایران جګړې او سوداګریزو اختلافاتو له امله له فشار سره مخ دي.
د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ویلي چې د دې پرېکړې تمه کېده، خو ټینګار یې کړی چې اروپايي هېوادونه باید د خپل امنیتي اړتیاوو لپاره زیات مسوولیت واخلي.
هغه زیاته کړې چې جرمني هڅه کوي خپل پوځ پراخ کړي، د وسلو اخیستنه چټکه کړي او دفاعي بنسټونه پیاوړي کړي.
ناټو هم ویلي چې د امریکا له دې پرېکړې سره په اړیکه کې دی، څو د سرتېرو د ایستلو د جزییاتو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.
بلخوا، د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ناټو د یووالي کمزوري کېدل د لویدیځ لپاره ستر ګواښ دی.
راپور زیاتوي چې امریکا دا ګام په داسې حال کې اخلي چې د اروپا پر موټرو د تعرفو د لوړولو ګواښ یې هم کړی، چې دا کار د جرمني اقتصاد ته د میلیاردونو ډالرو زیان رسولی شي.

