د اېنبيسي نیوز د راپور له مخې، تمه ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نږدې ورځو کې د ایران په اړه یوه مهمه پرېکړه وکړي.
راپور وايي، سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ اوربند لا هم روان دی؛ خو امریکايي چارواکي باور لري چې ایران خپل پوځي فعالیتونه بیا زیات کړي دي.
د معلوماتو له مخې، ایران هڅه کوي توغندي او مهمات له پټو او زیانمنو سیمو څخه وباسي او د ډرونونو او توغندیو ځواک بېرته ورغوي.
راپور کې ویل شوي چې واشنګټن اندېښنه لري چې دا اقدامات ښايي د راتلونکو احتمالي جګړو لپاره چمتووالی وي، تر څو ایران وکولای شي په سیمه کې بیا بریدونه ترسره کړي.

