پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Homeکورپاڼهمسعود پزشکیان:په فارس خلیج کې هر ډول ناامني د امریکا او اسرائیل...

مسعود پزشکیان:په فارس خلیج کې هر ډول ناامني د امریکا او اسرائیل مسوولیت دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې په فارس خلیج کې د هر ډول ناامنۍ مسوولیت د امریکا او اسرائیل پر غاړه دی، او ټینګار یې کړی چې د سمندري محاصرې هڅې به ناکامې شي.

نوموړي ویلي: «زموږ دښمنانو د خپل چلند په بدلون سره د سمندري محاصرې او د سوداګریزو لارو د محدودولو ستراتیژي غوره کړې، څو د ایران پر حکومت او خلکو فشار زیات کړي.»

پزشکیان زیاته کړې چې دا ډول اقدامات نه شي کولی خپلې موخې ته ورسېږي او ایران به د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here