د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب هڅې لا هم روانې دي، خو د سولې خبرې اوس مهال له خنډ سره مخ شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم لپاره هڅې کېږي، خو په وینا یې، د مذاکراتو بهیر د بېلابېلو ستونزو له امله په ټپه درېدلی دی.
شهباز شریف د هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې د ستونزو یو غر زموږ مخې ته ولاړ دی، په ځانګړي ډول یې د سونتوکو د بیو لوړېدو ته اشاره کړې ده.
هغه ډاډ څرګند کړی چې حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره کار کوي او په وینا یې، تمه ده چې دا ننګونې به په نږدې راتلونکې کې حل شي.

