راپورونه وایي، د فارس خلیج په سیمه کې د روانو کړکېچونو له امله نړیوال بانک د نړیوال اقتصاد، په ځانګړي ډول د انرژۍ د بیو په اړه نوې ارزونې خپرې کړې دي.
د نړیوال بانک کارپوهان اټکل کوي چې د انرژۍ بیې به سږکال شاوخوا ۲۴ سلنه لوړې شي، چې دا به د ۲۰۲۲ کال د روسیې او اوکراین جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړه کچه وي.
په راپور کې ویل شوي چې د انرژۍ د بیو دغه زیاتوالی نه یوازې د تېلو او ګازو بازار اغېزمنوي، بلکې د نړیوال تولید پر سکتور هم فشار راولي او ښایي د بیو د نورو ناڅاپي لوړیدو لامل شي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د انرژۍ د بیو دوامداره لوړوالی کولای شي په نړیوالو بازارونو کې د بېثباتۍ لړۍ نوره هم چټکه کړي او د اقتصاد پر بېلابېلو برخو منفي اغېزې پرېږدي.

