د پاکستان د روغتیا وزیر مصطفی کمال ویلي چې دا مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۸۴ زره کسان پر ایډز اخته دي، خو په وینا یې یوازې ۶۱ زره یې تر درملنې لاندې دي او ګڼ شمېر نور لا هم نه دي تشخیص شوي.
نوموړي د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي چې د ایډز د معاینې مرکزونه په وروستیو کلونو کې زیات شوي او اوس ۹۸ ته رسېدلي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې دغه شمېر یوازې ۴۹ وو.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۳۸ زره کسان معاینه شوي چې له ډلې یې شاوخوا ۴۹۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي؛ خو په ۲۰۲۵ کال کې بیا د معایناتو ترڅنګ مثبتې پېښې په څرګند ډول زیاتې شوې او تر ۱۴ زرو زیات کسان په دې ناروغۍ اخته موندل شوي دي.
راپورونه وايي چې د نړیوال مرستندویه بنسټ «ګلوبل فنډ» یوه ډله به ژر پاکستان ته ولاړه شي، څو د ایډز د زیاتېدونکو پېښو ارزونه وکړي او د مخنیوي لارې چارې وارزوي.
دا په داسې حال کې ده چې په پنجاب ایالت کې د مظفر ګړۍ ولسوالۍ کې هم د ایډز مثبتې پېښې په زیاتېدو دي، چې د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.

