د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په لومړۍ پېښه کې چې د کوټې ښار په «سول لاینز» سیمه کې رامنځته شوې، د یوې تاڼې د مشرې د کورنۍ غړو او ساتونکو پر یوه موټر ډزې کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او د یوه اته کلن ماشوم په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
په بله پېښه کې د کوټې د سریاب پر سړک ناپېژاندو وسلهوالو پر یوه رېړۍ چلوونکي ډزې کړې، چې په پایله کې یې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همداراز، د عبدالله کلا په ولسوالۍ کې هم ناپېژاندو کسانو پر یوه ځوان ډزې کړې، چې له امله یې هغه وژل شوی؛ ویل کېږي قرباني د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې اوسېدونکی و.
تر اوسه د دغه پېښو اصلي لاملونه نه دي روښانه شوي.

