د متحده عربي اماراتو رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه هېواد به د مۍ له لومړۍ نېټې څخه د اوپک او اوپکپلس له سازمانونو ووځي.
د یاد هېواد د انرژۍ وزیر رویترز ته ویلي چې له دغو سازمانونو وتل به اماراتو ته د تېلو په پالیسۍ کې لا زیات انعطاف ورکړي، ځکه چې نور به د دې ډلې د تولیدي او صادراتي ژمنو تابع نه وي.
نوموړي زیاته کړې چې متحده عربي امارات د دې پرېکړې له مخې مخکې له نورو هېوادونو سره، په ځانګړي ډول له سعودي عربستان سره، مستقیمه مشوره نه ده کړې.
د یادونې ده چې اوپک د “د تېلو د صادرونکو هېوادونو سازمان” دی، چې په ۱۹۶۰ کال کې جوړ شوی.
دا سازمان د غړو هېوادونو د تېلو تولید او قیمتونه همغږي کوي څو د بازار ثبات وساتي.
دغه راز اوپکپلس یوه پراخه همکاري ده چې د اوپک غړي هېوادونه او ځینې نور لوی د تېلو تولیدونکي هېوادونه لکه روسیه پکې شامل دي او د دې هدف هم د نړیوالو د تېلو په بازار کې د عرضې او قیمتونو تنظیم دی.

