رویټرز وایي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له نوي وړاندیز څخه رضایت نه لري، ځکه چې په دې طرحه کې د ایران اټومي پروګرام ته اشاره نه ده شوې.
د راپورونو پر بنسټ، ایران د منځګړو له لارې امریکا ته یو وړاندیز کړی چې له مخې یې د هرمز تنګی پرانیستل شي او جګړه ودرول شي؛ خو اټومي خبرې وروسته پړاو ته وځنډول شي.
دا وړاندیز په داسې حال کې شوی چې د ایران په حکومت کې د اټومي موضوع پر سر د امتیاز ورکولو په اړه اختلافونه شته.
ویل کېږي چې ایران هڅه کوي چې د دې نوې طرحې سره د جګړې موضوع په موقتي ډول له منځه وړلو سره د یوې چټکې هوکړې لاره هواره کړي.

