د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي چې هېواد یې غواړي له روسیې سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.
هغه پر اېکس لیکلي چې په داسې حال کې چې سیمه له مهمو بدلونونو سره مخ ده، تهران د مسکو سره د لوړې کچې تعامل ته لېوالتیا لري.
عباس عراقچي همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ستراتېژیکې ملګرتیا ټینګار کړی دی.
نوموړي د روسیې د ملاتړ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه به د بېلابېلو شرایطو لاندې د یو بل ملاتړ ته دوام ورکړي.

