د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حکومت په غونډه کې ویلي چې د دغه هېواد پوځ په لبنان کې په ځواکمن ډول عملیات ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړې چې اوربند د حزبالله له لوري د پرلهپسې سرغړونو له امله د کمزورۍ په حال کې دی.
هغه دغه راز زیاته کړې چې د اسرائیلو پوځ نه یوازې د بریدونو په ځواب کې، بلکې د سمدستي ګواښونو د خنثی کولو لپاره هم په ځواک سره اقدام کوي.

