د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې رامنځته شوې ډزې یوه ناڅاپي پېښه وه، خو د امنیتي ځواکونو او د امریکا د پټو خدماتو ادارې غبرګون یې ډېر چټک او اغېزمن وباله.
نوموړي ویلي چې دا مراسم د بیان د آزادۍ او د اساسي قانون د ارزښتونو لپاره جوړ شوي وو، او پېښې د ګډونوالو ترمنځ د یووالي احساس نور هم پیاوړی کړ.
ټرمپ زیاته کړې چې یو وسلهوال کس له څو وسلو سره پر امنیتي پوستې برید کړی او هڅه یې کړې د مراسمو ځای ته ننوځي، خو ژر د امنیتي ځواکونو له لوري بېوسه کړای شو.
هغه ویلي، د روڼتیا لپاره یې د پېښې د ویډیو د خپرولو امر کړی دی، څو د بریدګر تاوتریخوالی او د ځواکونو چټک غبرګون څرګند شي.
د هغه په وینا، د امریکا د پټو خدماتو یو مامور له نږدې واټن څخه په قوي وسله ویشتل شوی، خو د مرمۍ ضد واسکټ یې ژوند ژغورلی او روغتیايي حالت یې ښه دی.
ټرمپ دا هم ویلي چې دا په تېرو دوو کلونو کې لومړی ځل نه دی چې یو جمهوريپال سیاستوال د ترور هڅې هدف ګرځي، او د پنسلوانیا او فلوریډا د پخوانیو پېښو یادونه یې کړې ده.
نوموړي له امریکایانو غوښتي چې سیاسي اختلافات په سولهییزه توګه حل کړي او ویلي چې دا مراسم به بیا ترسره شي.

