د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې د رامنځته شوې ډزو د پېښې او د ایران جګړې ترمنځ د احتمالي اړیکې په اړه ویلي چې اوس مهال داسې کومه نښه نه ویني، خو ټینګار یې کړی چې هیڅکله هم په بشپړ یقین څه نه شي ویل کېدای.
نوموړي زیاته کړې چې د دې پېښې په اړه به نور معلومات ترلاسه شي او تر ټولو غوره کارپوهان دا موضوع څېړي.
د هغه په وینا، د څېړنو په دوام سره به د دې پېښې نور جزییات هم روښانه شي.
ټرمپ زیاته کړې چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې په مېلمستیا کې د ډزو د پېښې پر مهال یو وسلهوال کس د امنیتي کنټرول پر یوه پوسته برید کړی او هڅه یې کړې وه چې د مراسمو ځای ته داخل شي؛ خو امنیتي ځواکونو نېولی دی.

