د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې د خپل وروستي سفر پر مهال یې د ایران پر وړاندې د جګړې دایمي پای ته رسولو لپاره یو عملي او د تطبیق وړ چوکاټ تشریح کړی دی.
عراقچي په ایکسپاڼه کې په خپور شوي پیغام کې پوښتنه کړې چې ایا امریکا رښتیا هم د ډیپلوماسۍ د پرمخ وړلو جدي اراده لري که نه.
نوموړی او ورسره مل پلاوی له پاکستان څخه تر وتلو وروسته شاوخوا یو ساعت مخکې د عمان پلازمېنې مسقط ښار ته رسېدلي.

