د بلوچستان حکومت شاوخوا ۳۰۰ غیر راجستر دیني مدرسې تر سختو نظارتونو لاندې نیولي او د هغوی د ثبت بهیر یې چټک کړی دی.
چارواکي وایي دا مدرسې تر اوسه رسمي ثبت نه لري او د ځینو په اړه د بهرنیو مالي سرچینو او احتمالي غیرقانوني فعالیتونو اندېښنې هم شته.
د حکومت په وینا، د دې اقدام هدف د ټولو دیني ادارو قانوني ثبت، مالي شفافیت او د غیرقانوني تمویل مخنیوی دی.
چارواکي زیاتوي چې په بلوچستان کې تر اوسه نږدې ۲۲۰۰ مدرسې په رسمي ډول راجستر شوې دي او د پاتې ادارو د ثبت بهیر روان دی.
بل لوري ته، ځینو مذهبي ګوندونو د دې اقدام مخالفت کړی او ویلي یې دي چې حکومت باید د دیني مدرسو پر وړاندې سخت اقدامات ودروي.
د جمعیت علما اسلام بلوچستان مشر مولانا عبدالواسع ویلي چې که فشارونه دوام ومومي؛ نو د حکومت پر ضد به ټولنیز بایکاټ اعلان کړي.
حکومت ټینګار کړی چې د ټولو دیني ادارو د فعالیتونو تنظیم د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي او د علماوو سره په دې اړه مشورې هم روانې دي، څو د شخړو مخه ونیول شي.

