د راپورونو له مخې، د پاکستان پلازمېنې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له سفر وروسته تمه کېږي چې د امریکا یو لوړپوړی پلاوی هم دغه هېواد ته ورسېږي.
ویل کېږي چې امریکایي استازي، لکه سټیو ویتکاف او جرد کوشنر به هم اسلاماباد ته ولاړ شي، څو د روان وضعیت په اړه سلا مشورې وکړي.
په همدې حال کې، د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ ویلي چې ایران ته لا هم فرصت شته چې د هوکړې له لارې خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي.
خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د ایران او امریکا پلاوي به په اسلاماباد کې سره وویني.
هغه ټینګار کړی چې ایراني پلاوی به یوازې له پاکستاني چارواکو سره د سولې او د تاوتریخوالي د کمولو پر هڅو خبرې وکړي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو لیدنو کوم پلان نه شته.

