د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، ایران له امریکا سره په اسلاماباد کې د حضوري خبرو غوښتنه کړې او دا غوښتنه د واشنګټن له لوري منل شوې ده.
لیویت د فاکسنیوز سره په مرکه کې وویل، چې د ډونالډ ټرمپ په لارښوونه به ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او جرد کوشنر اسلاماباد ته سفر وکړي، څو د ایراني لوري دریځ واوري.
د سپینې ماڼۍ په وینا، واشنګټن تمه لري چې دا خبرې به رغنده ډول وي او د احتمالي هوکړې لپاره به لاره هواره کړي.
لیویت ټینګار وکړ چې ټرمپ په دې بهیر کې خپلې «سرې کرښې» په واضح ډول ټاکلې دي او د اوربند په غځولو کې یې هم انعطاف ښودلی دی.

