د امریکا د جنګ وزیر پیت هګسټ ویلي چې ایران باید د خبرو اترو پر مېز یو «هوښیار انتخاب» وکړي، ځکه د هغه په وینا وخت د تهران په ګټه نه دی.
هګست په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې ایران اوس د یو «تاریخي فرصت» سره مخ دی څو یوې جدي هوکړې ته ورسېږي، او زیاته یې کړه چې د پرېکړې مسئولیت اوس د ایران پر غاړه دی.
هغه همداراز خبرداری ورکړ چې د ایران پر وړاندې سمندري محاصره به تر هغه دوام وکړي څو اړتیا وي، او د امریکا سمندري ځواکونو تر اوسه ۳۴ کښتۍ د هرمز تنګي له لارې بېرته ګرځولي دي.
د امریکا دفاع وزیر وویل چې دا وضعیت باید یوازې د واشنګټن پر اوږو پاتې نه شي، بلکې متحدان یې هم باید فعاله ونډه واخلي.
هغه پر اروپايي او اسیایي متحدانو نیوکه وکړه او ویې ویل چې «د وړیا سپرېدنې دوره پای ته رسېدلې ده.»
هګست ټینګار وکړ چې اروپا د امریکا په پرتله د هرمز تنګي ته ډېره اړتیا لري او له واشنګټن سره اړیکې یې «دوهطرفه» وبللې.

