د د اسراییل پوځ ویلي چې د لبنان له خاورې څخه د راکټي برید په ځواب کې یې د دغه هېواد په جنوب کې ځینې ودانۍ په نښه کړې دي.
د پوځ په وینا، دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې د شتولا سیمې پر لور راکټونه وتوغول شول.
ویل شوي چې په نښه شوې ودانۍ د حزبالله له خوا د بریدونو د پلان او تنظیم لپاره کارېدلې.
د اسراییل پوځ ټینګار کړی چې دغه ډلې له دې ځایونو څخه د دوی پر ځواکونو او ملکیانو د بریدونو لپاره استفاده کوله.
همدارنګه پوځ ویلي چې د سیاسي مشرانو د لارښوونو پر بنسټ به د هغو ګواښونو پر وړاندې خپل اقدامات دوامداره او جدي وساتي چې د اسراییلي وګړو او پوځیانو امنیت ته خطر پېښوي.

