د رویترز د راپور له مخې، سره له دې چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کومې څرګندې نښې نه لیدل کېږي، د اسلامآباد پراخې سیمې لا هم تړلې پاتې دي.
د راپور په حواله، یو پاکستاني چارواکي ویلي چې دوی ته ویل شوي، ښايي دا مذاکرات هره ورځ ترسره شي، ځکه امنیتي چمتووالی لا هم دوام لري.
راپور زیاتوي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او یو شمېر لارې تړل شوې دي، څو که خبرې پیل شي، هر ډول احتمالي خطرونه کنټرول شي.
د چارواکو په وینا، سره له دې چې د خبرو د پیل دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې، خو د احتمالي ناستو لپاره تیاری روان ساتل شوی دی.

