د امریکا د مرکزي قوماندې (سنتکام) اعلان کړی چې د «جرج اېچ ډبلیو بوش» الوتکه وړونکې جنګي بېړۍ د هند سمندر ته د دغه قوماندې د عملیاتي ساحې دننه داخل شوې ده.
سنتکام ویلي چې دغه بېړۍ د «نیمیتز» ټولګي ده او د امریکا د پوځي حضور د پراخولو په چوکاټ کې د منځني ختیځ او شاوخوا اوبو په سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.
د راپور له مخې، په همدې مهال نورې الوتکه وړونکې بېړۍ هم په سیمه کې موجودې دي؛ «ابراهام لنکلن» د عربي سمندر په شمالي برخه کې او «جرالډ آر. فورد» د سره سمندر په اوبو کې ځای په ځای شوي دي.

