د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د مشرانو جرګې رییس محمد باقر قالیباف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې یو ګډ پیغام خپور کړی دی.
دواړو مشرانو په خپلې اېکسپاڼې کې لیکلي چې دوی به د رهبرۍ بشپړ اطاعت سره دښمن ته ماتې ورکړي او هغه به پښېمانه کړي.
په ګډ پیغام کې ټینګار شوی چې: «تندلاري او منځلاري نشته، موږ ټول ایرانیان او انقلابیان یو.»
تر دې وړاندې د قضايه قوې مشر محسني اژهيي هم د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې ویلي وو چې په ایران کې یوازې یو رهبر شته.
بلخوا، ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په ټروت سوشال کې لیکلي وو چې ایران دا مهال له دې ستونزې سره مخ دی چې خپل رهبر وپېژني.
هغه ادعا کړې چې په ایران کې د تندلارو او منځلارو ترمنځ داخلي شخړې زیاتې شوې دي.

