د امریکا ولسمشر، ویلي چې د دې هېواد سمندري ځواکونو ته یې امر کړی څو هره هغه کښتۍ چې د هرمز تنګي په اوبو کې ماینونه ږدي، هدف وګرځوي او له منځه یې یوسي.
نوموړي دغه څرګندونې په ټروت سوشیال کې کړي او ټینګار یې کړی چې په دې برخه کې باید هېڅ ډول تردید ونه شي.
ټرمپ زیاته کړې چې د امریکا ماینپاکوونکې بېړۍ اوس مهال د هرمز تنګي د ماینونو په پاکولو بوختې دي او دا بهیر به درې برابره چټک دوام ومومي.

