د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني له ولسمشر فرانک-والټر شټاینمایر سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ جګړه کولی شي اروپا کمزورې کړي.
د الجزیرې د راپور له مخې، اردوغان نن له خپل جرمني سیال سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د ایران پر ضد د جګړې اغېزې یوازې د منځني ختیځ پورې محدودې نه دي، بلکې اروپا ته هم رسېږي او امکان لري لا نورې جدي شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «اردوغان ویلي چې زموږ په سیمه کې جګړه پیل شوې او دا اروپا هم کمزورې کوي، او که دا وضعیت د سولې پر بنسټ مدیریت نه شي، نو د دې شخړې زیانونه به ډېر زیات وي.»
ترکیه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د منځګړیتوب په هڅو کې مهم رول لوبوي.
راپورونه زیاتوي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ د هرمز تنګي د تړل کېدو لامل شوی او دې وضعیت په اروپایي هېوادونو کې د تېلو بیې لوړې کړې دي.

