د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، ویلي چې بشپړ اوربند هغه وخت عملي معنا لري چې د سمندري محاصرې او د نړیوال اقتصاد د زیانمنېدو مخه ونیول شي او د اسرائیل جګړهپارونه په ټولو جبهاتو کې پای ته ورسېږي.
قالیباف په خپل تازه پیغام کې ټینګار کړی چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل به تر هغې ممکن نه وي، څو چې اوربند په ښکاره ډول نقض کېږي.
هغه زیاته کړې چې مخالف لوري د پوځي اقداماتو له لارې خپلو هدفونو ته نه دي رسېدلي او په وینا یې، د زور سیاست به هم نتیجه ورنه کړي.
د نوموړي په خبره، د روان کړکېچ د حل یوازینۍ لاره د ایران د ملت د حقونو منل دي.

