د العربیه د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ایران له چارواکو سره د د امریکا د روانو مذاکراتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې پاکستان ایران ته خبرداری ورکړی چې د واشنګټن سره د خبرو اترو لپاره ټاکل شوی وخت وروستي پړاو ته رسېدلی او ممکن دا مهلت پای ته ورسېږي.
د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې تماس کې د سیمهییزو بدلونونو او د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې د احتمالي زیاتېدو په اړه هم اندېښنې مطرح شوي دي.
تر اوسه پورې د ایران حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

