د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي اعلان کړی چې تهران دا مهال له امریکا سره د خبرو د بل پړاو لپاره هېڅ مشخص پلان نهلري او په دې تړاو وروستۍ پرېکړه هم نهده شوې.
د هغه په وینا، د هر ډول احتمالي خبرو په اړه د ایران دریځ به یوازې د هېواد د ملي ګټو او امنیتي ارزښتونو پر بنسټ وټاکل شي.
بقايي د واشنګټن پر سیاستونو نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې امریکا په دوامداره توګه د اوربند له اصولو سرغړونه کړې ده.
هغه ټینګار وکړ چې د وروستیو پېښو په لړ کې، د یوې ایرانۍ سوداګریزې کښتۍ په نښه کول د تهران له نظره ښکاره تیری بلل کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې دا ډول اقدامات نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور کمزوری کوي، بلکې د هر ډول ډیپلوماټیک بهیر پر وړاندې خنډونه هم زیاتوي.

