د اسرائیل د ۱۱م کانال د خبر له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي خبرو په دوام کې یو مهم خنډ له مجتبی خامنهاي سره د اړیکې ټینګول ګڼل کېږي.
په راپور کې ویل شوي چې همدا موضوع ښايي د ایران د حکومت د دریځونو د بېانسجامۍ یو لامل وي.
د دې له امله د ایران دننه ځینې بنسټونه بېلابېل دریځونه لري؛ د بېلګې په توګه، د سپاه پاسداران سخت دریځ غوره کوي، په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر او ولسمشر بیا بېلابېل سیاسي نظرونه څرګندوي.
راپور زیاتوي چې د منځني ختیځ یوه سرچینه وایي، تمه ده د امریکا او ایران ترمنځ اوربند د لنډې مودې لپاره وغځول شي، څو د مذاکراتو لپاره نور فرصت برابر شي.

