د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د امریکا یو پلاوی به سبا دوشنبه ماښام اسلام اباد ته ورسېږي، څو له ایران سره احتمالي خبرې وکړي.
ټرمپ تر دې وړاندې ایران ته خبرداری ورکړی چې که د امریکا لهخوا وړاندیز شوی تړون ونه مني، نو امریکا ښايي د ایران پر مهمو بنسټیزو تاسیساتو لکه برېښنا بندونو او پلونو بریدونه وکړي.
تر اوسه ایراني چارواکو په رسمي ډول د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو ویلي و چې ټرمپ د امنیتي ستونزو له کبله جیډي ونس پاکستان ته نه لېږي؛ خو امریکایي رسنیو دا راپورونه رد کړي دي.

