د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د ایران سره د خبرو اترو په نوې پړاو کې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د امریکايي پلاوي مشري پر غاړه وانخلي.
تر دې مخکې، د یو شمېر لوړپوړو امریکايي چارواکو، په ګډون د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا استازي مایک والتز او د انرژۍ وزیر، د ونس د احتمالي ګډون او سفر یادونه کړې وه.
خو تازه راپورونه ښيي چې د امنیتي وضعیت د ارزونې له امله به نوموړی په مستقیم ډول د خبرو اترو مشري ونه کړي، او ښايي د امریکايي پلاوي مشري بل چارواکی پر غاړه واخلي.
بل لورته ځینو رسنیو راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له کبله جیډي ونس ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

