د رویترز د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي ونس به له سټیو ویتکاف او جرد کوشنر سره یو ځای د ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
تر دې مخکې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر ویلي وو چې ونس به په پاکستان کې د خبرو اترو لپاره د امریکایي پلاوي مشري پر غاړه ولري.
تر اوسه د دوی د تګ نیټه نه ده ښودل شوې.

