د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات به د ایران د لوړ بډاینې یورانیم ذخیرې په هر ډول ترلاسه کړي، او خبرداری یې ورکړی چې که خبرې ناکامې شي، دا کار به په غیر دوستانه ډول وشي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې امریکا به په هر ډول ممکنه لاره د ایران د لوړ بډاینې یورانیم ذخیرې ترلاسه کړي.
هغه خبرداری ورکړی چې که روانې خبرې ناکامې شي، دا اقدام به په ډېر غیر دوستانه ډول ترسره شي.
ټرمپ زیاته کړې چې د دې اقدام دقیق وخت به نه اعلانوي، مګر که یو تړون وشي، نو امریکا به له ایران سره په ګډه دا کار ترسره کړي.
د هغه په وینا، له تړون وروسته به سل په سلو کې لوړ بډایه شوي یورانیم امریکا ته ولېږدول شي.
هغه ټینګار کړی چې که دا کار د تهران په همکارۍ ونه شي، واشنګټن به بیا هم دا هدف په بل او ډېر غیر دوستانه ډول ترلاسه کړي.

