د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له حزبالله غوښتي چې په اوسني حساس وخت کې مناسب چلند وکړي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند فارسي ایکسحساب د یوه پیغام په خپرولو سره د ډونالډ ټرمپ څرګندونې شریکې کړې دي.
ټرمپ ویلي: «هیله لرم چې حزبالله په دې مهم وخت کې مناسب او ښه چلند وکړي. که داسې وکړي، دا به د هغوی لپاره یو ډېر مهم فرصت وي.»
هغه ټینګار کړی: «نورې وژنې باید ونه شي او سوله باید ټینګه شي.»

