جمعه, اپریل 17, 2026
Homeکورپاڼهنتانیاهو:له لبنان سره د اوربند سربېره د حزب‌الله پر ضد عملیات دوام...

نتانیاهو:له لبنان سره د اوربند سربېره د حزب‌الله پر ضد عملیات دوام لري

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنه یې په لبنان کې له موقتي اوربند سره موافقه کړې، خو ټینګار یې کړی چې د حزب‌الله پر ضد عملیات لا هم دوام لري.

هغه زیاته کړې چې اسرائیل د حزب‌الله شاوخوا ۹۰ سلنه توغندي او راکټي زېرمه له منځه وړې ده، خو لا هم جګړه بشپړه شوې نه ده.

دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ډونالډ ټرمپ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې امریکا اسرائیل د لبنان له بمبارۍ څخه منع کړی او ویلي یې دي: «نور بس دی.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here