پنجشنبه, اپریل 16, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:غواړم له ایران سره جګړه ژر پای ته ورسوم

ډونالډ ټرمپ:غواړم له ایران سره جګړه ژر پای ته ورسوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې غواړي له ایران سره جګړه ژر پای ته ورسېږي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس راپور ورکړی چې نوموړي دا خبرې د هالېنډ له پاچا او ملیکې سره په یوه شخصي مېلمستیا کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د هغه په باور، ایران یوازې د فشار په زیاتېدو سره بېرته خبرو ته راګرځېدای شي.

د یادونې ده چې امریکا او اسراییل د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران پراخ عملیات پیل کړل، او وروسته امریکا د اپرېل په ۷مه له ایران سره د دوو اوونیو لپاره اوربند اعلان کړ.

همدارنګه، ایران او امریکا د اپرېل په ۱۱مه په اسلام‌اباد کې خبرې وکړې، خو د اختلافاتو له امله کومې وروستۍ هوکړې ته ونه رسېدل.

تر اوسه د خبرو د بل پړاو نېټه نه ده ټاکل شوې، خو امریکايي چارواکي وايي امکان شته چې دا خبرې په نږدې ورځو کې بیا پیل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here