د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان د لنډ سفر پر مهال له محمد بن سلمان سره تر لیدنې وروسته ویلي چې پاکستان چمتو دی د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي او د سیمې د سولې او ثبات لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
شهباز شریف دا څرګندونې په خپلې اېکسپاڼه کې کړي او ټینګار یې کړی چې سیمهییز ثبات د ټولو هېوادونو په ګډو هڅو پورې تړلی دی.
بلخوا، د دواړو مشرانو د لیدنې په اړه په ګډه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په غونډه کې د سیمې پر اوسني امنیتي او سیاسي وضعیت هر اړخیز بحث شوی.
اعلامیه زیاتوي چې پاکستان د وروستیو کړکېچونو پر مهال له سعودي عربستان سره خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی او د ریاض لهخوا د زغم او تدبیر ستاینه شوې ده.

