جمعه, اپریل 17, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:که ایران هوښیارانه عمل وکړي، اوسنی وضعیت به ژر پای ته...

ډونالډ ټرمپ:که ایران هوښیارانه عمل وکړي، اوسنی وضعیت به ژر پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، که ایران هوښیارانه عمل وکړي، نو روان وضعیت به په چټکۍ سره پای ته ورسېږي.

ټرمپ زیاته کړې: «موږ کولی شو د ایران ټولې برېښنايي بټۍ په یوه ساعت کې له منځه یوسو.»

هغه همداراز ویلي، چې د نفتو بیې به بېرته خپلې پخوانۍ کچې ته راستنې شي او ښايي تر هغې هم ټیټې شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، که اوس له وضعیت څخه لاس واخستل شي، نو د ایران بیا رغونه به شاوخوا شل کاله وخت ونیسي.

ټرمپ وویل: «موږ لا کار نه دی بشپړ کړی، خو ګورو به چې څه کېږي. زما په اند، هغوی ډېر د یوې موافقې غوښتونکي دي.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here