د انټرنېټ د څار نړیوال بنسټ نېټبلاکس راپور ورکړی، چې په ایران کې د انټرنېټ پرې کېدل ۴۷مې ورځې ته داخل شوي او تر دې دمه له ۱۱۰۴ ساعتونو زیات وخت تېر شوی دی.
نېټبلاکس ویلي، دا محدودیتونه لا هم په جدي ډول د خلکو پر ژوند اغېز کوي او د دې لامل شوي، چې ایرانیان ونه شي کولای په بهر کې د خپلو ملګرو او د کورنۍ د غړو له وضعیت څخه ځان خبر کړي.
د راپور له مخې، د انټرنېټ دوامداره بندیز د اړیکو، معلوماتو ته د لاسرسي او ورځنیو چارو پر بهیر پراخ منفي اغېز کړی دی.

