د فایننشل ټایمز یو تازه راپور د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت په اړه نوي تازه اندېښنې راپارولې دي.
د راپور له مخې د ایران د سپاه پاسداران له خوا د چین پرمختللې سپوږمکۍ د سیمهییزو بریدونو د دقیقې همغږۍ لپاره کارول شوې ده.
د راپور پر بنسټ، سپوږمکۍ TEE-01B د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې توغول شوې او وروسته په فضا کې د انتقال له لارې د سپاه هوايي-فضايي ځواک ته وسپارل شوه.
دا پرمختللې تخنیکي پروسه د پوځي همکاریو د نوې مرحلې نښه بلل کېږي.
څېړنه ښيي چې دغه سپوږمکۍ د مارچ ۱۴مې د برید پر مهال مهم رول لوبولی، ځکه چې د سعودي عربستان د «پرنس سلطان» هوايي اډې تازه او دقیق انځورونه یې برابر کړي وو.
په همدې برید کې د امریکا د پوځ څو مهمې الوتکې زیانمنې شوې، او پېښه وروسته د ډونالډ ټرمپ له خوا هم تایید شوه.
راپور دا هم په ډاګه کوي چې د یادې سپوږمکۍ کارونه یوازې د یوه برید پورې محدوده نه ده، بلکې د سیمې پر مهمو پوځي او لوژستیکي مرکزونو د دوامدار څار او معلوماتو راټولولو لپاره کارول کېږي، چې دا چاره د جګړې په ډګر کې د معلوماتي برلاسۍ د پیاوړتیا هڅه بلل کېږي.

