د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني اعلان کړی چې هېواد یې له اسراییل سره د دفاعي همکارۍ تړون موقتي ځنډولی دی.
ملوني د ورونا ښار په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې حکومت یې پرېکړه کړې چې د اسراییل سره د ۲۰۰۳ کال دفاعي تړون نور په اوتومات ډول تمدید نه کړي.
نوموړې زیاته کړه چې دا اقدام د «اوسني وضعیت» په پام کې نیولو سره ترسره شوی دی.
دغه تړون چې هر پنځه کاله وروسته په اوتومات ډول نوی کېده، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پوځي تجهیزاتو تبادله او تخنیکي همکارۍ تنظیمولې.
همدا رنګه، تېره اوونۍ د اسراییل دفاعي ځواکونو د لبنان پلازمېنې بیروت ته نږدې د ایټالوي سوله ساتو پر کاروان د خبرداري ډزې وکړې؛که څه هم په پېښه کې چا ته زیان ونه رسېد، خو روم دا اقدام «په بشپړه توګه د منلو وړ نه» وباله.
له بلې خوا، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني د یادې پېښې وروسته څو ځله د اسراییل سفیر ورغوښتی او د وضاحت غوښتنه یې کړې ده.

