سه شنبه, اپریل 14, 2026
Homeکورپاڼهاسوشیټډ پرېس:امریکا او ایران د خبرو د دوهم پړاو لپاره هوکړې ته...

اسوشیټډ پرېس:امریکا او ایران د خبرو د دوهم پړاو لپاره هوکړې ته نږدې شوي

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، امریکا او ایران د خبرو د دوهم پړاو د ترسره کېدو لپاره هوکړې ته نږدې شوي او امکان شته چې دا ناسته د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

راپور چې د څلورو باخبره سرچینو پر بنسټ خپور شوی، وايي دواړه لوري هڅه کوي چې د اوربند تر پای مخکې یوې موافقې ته ورسېږي، او همدا اوس د دوهم پړاو د تنظیم لپاره بحثونه روان دي.

د راپور له مخې، منځګړي لا هم هڅه کوي چې دا خبرې ژر تر ژره ترسره شي، که څه هم تر اوسه د ناستې دقیق وخت او ځای په بشپړه توګه نه دی ټاکل شوی، خو اټکل کېږي چې دا خبرې به په اسلام‌آباد کې ترسره شي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې ایران د یوې موافقې غوښتونکی دی.

بل لور ته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي چې د خبرو بهیر نه دی درېدلی او لا هم دوام لري.

د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د شنبې په ورځ په اسلام‌آباد کې بې له کومې پایلې پای ته رسېدلی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here