د بریتانیا لومړي وزیر کییر استارمر ویلي چې ټول هغه مشران چې ورسره یې خبرې کړې، په دې سلا شوي چې د هرمز تنګی باید د کښتۍ چلونې لپاره له محدودیت، فیس یا د ایران له لوري د باج اخیستنې پرته پرانیستی پاتې شي.
استارمر زیاته کړې چې دیپلوماسي د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار ده او ټینګار یې کړی چې بریتانیا به د فشار له امله جګړې ته داخل نه شي.
هغه ویلي چې نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي او د خبرو اترو له لارې د کړکېچ حل ته دوام ورکړي.

