د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جنوبي بندرونو او سواحلو د سمندري محاصرې له پیل سره سم خبرداری ورکړی چې د ایران هر ډول برید کوونکې چټکې کښتۍ که د امریکا محاصرې ته نږدې شي، سمدستي به له منځه یووړل شي.
ټرمپ د امریکا دغه عملیات چټک او بېرحمانه بللي او ویلي چې امریکا به په سمندر کې د مخدره توکو د قاچاق پر ضد کارېدونکی هماغه وژونکی سیستم وکاروي.
هغه همداراز ادعا کړې چې د ایران سمندري ځواک په بشپړه توګه له منځه تللی او ویلي یې دي: «د ایران سمندري ځواک اوس د سمندر په تل کې دی؛ ۱۵۸ کښتۍ.»
ټرمپ زیاته کړې چې امریکا یوازې یو محدود شمېر هغه کښتۍ نه دي په نښه کړي چې ایران یې تهاجمي چټکې کښتۍ بولي، ځکه چې دوی یې لوی ګواښ نه ګڼي.

