د امریکا پوځ اعلان کړی چې نن به د تهران پر وخت له ماښام ۵:۳۰بجې وروسته به د ایران پر ټولو بندرونو پراخه سمندري محاصره پيل کړي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، دا محاصره به د خلیج فارس او د عمان سمندر ټول ایراني بندرونه په نښه کړي او د هغو ټولو کښتیو پر تګ راتګ به عملي شي چې ایران ته ننوځي یا ترې وځي.
د چارواکو په وینا، دا محدودیتونه به د نورو هېوادونو کښتیو ته هم وغځېږي، خو هغه بېړۍ چې د ایران پرته نورو بندرونو ته تګ راتګ کوي، د هرمز له تنګي به ازاد تېرېږي.
په همدې حال کې، د نړیوالو راپورونو له مخې، د محاصرې له اعلان وروسته ځینو نفتکشونو خپل مسیرونه بدل کړي او په سیمه کې د انرژۍ د لېږد بهیر له نامعلوم وضعیت سره مخ شوی دی.

