د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني وايي، هېواد یې نور نه غواړي د خپلې دفاعي بودیجې ډېره برخه په غیرمستقیم ډول پر امریکا تکیه کړي او غواړي پر خپلو کورنیو سرچینو تمرکز زیات کړي.
کارني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: «نور بس دی؛ هغه وخت تېر شوی چې د خپلې نظامي بودیجې د هر ډالر ۷۰ سینټه به مو امریکا ته تلل.»
هغه ټینګار کړی چې کاناډا به له دې وروسته خپله دفاعي او اقتصادي تګلاره پر کورنیو امکاناتو ولاړه کړي.
د هغه په وینا، حکومت یې پلان لري چې د هېواد صنعتي بنسټونه پیاوړي کړي او د کاناډا اقتصادي ځواک د خپلو فولادو، المونیمو، لرګیو او کارګر ځواک له لارې زیات کړي.
کارني زیاته کړې چې دا بدلون به نه یوازې د هېواد اقتصادي خپلواکي پیاوړې کړي، بلکې د دفاعي سکتور په برخه کې به هم د کاناډا پر ځان بسیاینې ته لاره هواره کړي.

