د اسرائیلو د پوهنې وزیر یوآو کیش پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بېپایلې پای ته رسېدو په غبرګون کې ویلي چې دا حالت لا هم خطرناک دی.
هغه ویلي:«هر څوک چې ګومان کوي دا مذاکرات د موضوع پای ته رسېدل دي، په تېروتنه کې دی. موږ لا هم د جګړې په درشل کې یو او وضعیت کولی شي هر لوري ته لاړ شي.»
د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ هغه خبرې اترې چې په پاکستان کې ترسره شوې، پرته له کومې پایلې پای ته رسېدلې دي.

